Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې د کرونا څلور نور پېښې هم ثبت شوې

ګردیز (پژواک، ۲۱ وری ۹۹):  د پکتیا حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې پر کرونا د یوه اخته ناروغ د کورنۍ څلور نور غړي هم دغې ناروغۍ نیولي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د وري په ۲۱ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت د کرونا ناروغۍ څلور تازه پېښې ثبت شوي دي.

هغه وویل چې دغه څلور تنه پر کرونا ناروغۍ د اخته یو بل ناروغ د کورنۍ غړي دي.

ده زیاته کړه چې د دغو پېښو په ثبتیدو سره پکتیا کې پر کرونا د اخته کسانو شمیر نهو ته ورسیده.

ده وویل: (( د عامې روغتیا وزارت له هدایت سره سم مونږ د ناروغ د هویت او د استوګنې ځای په اړه معلومات نه شو ورکولای.))

خو پکتیا کې یوې بلې سرچینې پژواک ته وویل چې دغه کورنۍ په څکمنۍ ولسوالۍ کې اوسیږي.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه په هیواد د کرونا ویروس شاوخوا درې زره شکمنې پېښې ثبت شوي چې ۴۴۴ یې مثبت دي.

د یادو پېښو له ډلې څخه ۱۵ تنه مړه شوي خو ۲۰ نور بیا بیرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.