کابل (پژواک، ۲۳ وری ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې د یوه برید پر مهال یو تن وژل شوی او بل تن ټپي دی
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د وري په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پیښه نن مازیګر مهال د څلورمې حوزې اړونده د تایمني په سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې هلته د نامعلومو کسانو په ډزو کې د عطاء الله په نامه یو تن وژل شوی او بل تن ټپي دی.
خو د سیمې اوسیدونکي او سرچینې وایي چې دا پیښه د تایمني پروژې په سیمه کې رامنځته شوې او د سید عطاء الله په نامه د ولسمشرۍ د ځانګړي څواک ( پی پی ایس) سرتیری وژل شوی دی.
خو رسمي سرچینو تر اوسه دا نه دی تایید کړی.
د یادونې وړ ده، چې یوه اونۍ مخکې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې هم د ولسمشر یو ځانګړی ساتونکی د وسله والو په برید کې وژل شوی و.
login or register a new account.