کابل (پژواک، ۲۳ وری ۹۸) : اروپایي اتحادیې افغانستان سره د کرونا ضد مبارزې لپاره د ۱۱۷ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی.
په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې دفتر لخوا د وري په ۲۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د کرونا وبا پر ضد په نړیواله کچه او په ځآنګړې توګه افغانستان سره د مرستو ژمنه کوي.
سرچینې زیاته کړې چې دوی په ټولیزه توګه خپلو همکارو او متحدینو هیوادونو سره د ۲۰ میلیارده یورو مرسته اعلانوي چې له دې څخه ۱۱۷ میلیونه افغانستان ته ورکول کیږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرستې به له ایران او پاکستان څخه ستنو شویو افغان مسافرینو او کډوالو باندې د کرونا ضد مبارزه کې لګول کیږي.
د اروپایي اتحادیې مشر وان ډیر لیون ویلي چې د کرونا وبا سرحدونه نه پیژني اوپه ټوله نړۍ کې خپره شوې، ځکه باید یې پر ضد په ګډه مبارزه وشي.
د هغه په وینا، ددې ننګونې پر ضد باید ټوله نړۍ یو موټی او یو لاس شي .
د یادونې وړد ه چې د کرونا ناروغي تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه دپاسه سل زره کسان وژلي او نږدې ۱۸ لکه پرې اخته شوي دي.
په افغانستان کې هم ۵۵۵ کسان پر دې ناروغۍ اخته ، ۱۷ مړه او ۳۷ روغ شوي دي.
login or register a new account.