Language

افغانستان ته د هند د مرسته شویو غنمو لیږد پیل شو

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۹۹) : له هندوستان څخه د مرسته شویو ۷۵ زره ټنه غنمو افغانستان ته دلیږدولو لړۍ پیل شوې ده.

په نوي ډیلی کې د افغانستان سفارت لخوا د  وري په ۲۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددوی دسفارت، کابل کې د  بهرنیو چارو وزارت  او په ایران کې دافغان سفارت په هڅو دا لړۍ نن پیل شوه.

سرچینې زیاته کړې چې نن له یادو مرسته شویو غنمو لومړۍ محموله چې ټول ۵۰۲۲ ټنه کیږي د هندوستان له کاندلای بندر څخه د ایران د چابهار بندر په لوري روانه شوه.

افغان سفارت وایي چې دغه  غنم به ډییر ژر د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ورسږي.

سرچینې ویلي چې پاتې غنم به راتلونکو اوونکیو کې افغانستان ته ورسول شی.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې هندوستان له افغانستان سره د هیډروکسي کلروکین چې د کرونا ناروغۍ په درمله کارول کیږي، مرسته کړې ده چې ډیر ژ ر به کابل ته ولیږل شی.

بلخوا په کابل کې د هندوستان سفارت هم ویلي چې په ۲۵۱ کانتینرونو کې ۵۰۲۲ ټنه غنم نن د چابهار بندر په لوري ولیږدول شول.

هند ویلي چې د کرونا پر ضد مبارزه او د قرنطین په حالاتو کې به دا غنم له افغانانو سره مرسته وشي.

 

Related Topics