Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اورګون کې د نشه يي توکو د کښت د مخنيوي کمپاين پيل شو

ښرنه (پژواک، ٢٤ ورى ٩٩): د پکتيکا ولايت د اورګون قومي مشرانو او ځوانانو په دې ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي کمپاين پيل کړ.

د يادې ولسوالۍ د باليشو د سيمې اوسيدونکي شريف الله د وري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې ګڼ شمېر خلک د نشه يي توکو پير او پلور کوي او حکومت يې په مخنيوي کې پاتې راغلى دى.

ده وويل: ((د دې ولسوالۍ قومي مشرانو او ځوانانو د يوې غونډې په ترڅ کې پريکړه وکړه چې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي پر وړاندې به جدي کمپاين کوي.))

د يادې ولسوالۍ يو بل قومي مشر او ديني عالم مولوي غازي وويل چې د اسلام مبارک دين د نشه يي توکو استعمال منع کړى دى نو ټول يې بايد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

ده زياته کړه: ((د نشه يي توکو د استعمال له امله د کورنيو ژوند تريخ شوی، د کورنيو اقتصاد يې خراب کړی، د خلکو ژوند يې ګواښلی، نو له همدې امله نور د دې سيمې خلک په خپل ټول ځواک سره چمتو دي چې د نشه يي توکو مخه ونيسي.))

هغه وويل چې دا کمپاين يې له اورګون ولسوالۍ څخه پيل کړى، علماء به د ممبرونو له لارې، قومي مشران به د ناستو او ځوانان به په بېلا بېلو نورو پروګرامونو کې د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره کار کوي.

دغه راز د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکي ساجد سيال پژواک سره په خبرو کې وويل چې په دې ولسوالۍ زرګونه کسان په چرسو او ګڼ شمېر نور يې په پوډرو، شیشو، تارياکو او نورو نشو روږدي دي.

هغه زياته کړه چې حکومت او قومونه دې په ګډه د دې وژونکې ناوړه پديدې پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړي او د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو مخنيوی دې وکړي او د قانون منګلو ته دې وسپاري.

د پکتيکا ولايت د پوليسو د ځانګړې قطعې قوماندان سمونمل خانزاده کاروان چې يادې ناستې ته بلل شوى وويل، پوليس چمتو دي چې د خپلو خلکو له غوښتنې سره سم د نشه يي توکو پر وړاندې ګړندۍ مبارزه وکړي.

هغه هم ومنله چې په اورګون ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د استعمال ترڅنګ پير او پلور يې هم تر سره کېږي خو وايي چې پوليس يې د مخنيوي لپاره جدي هلې ځلې کوي.

د يادونې وړده، چې نشه يي توکي د پکتيکا په اورګون او جاني خېلو ولسواليو کې زيات کارونکي لري چې د نارينه و ترڅنګ ښځينه هم په کې شامل دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.