کابل (پژواک، ۲۴ وری ۹۹) : د افغانستان برښنا شرکت وایي چې دولتي ادارې یې څه کم درې میلیارده افغانۍ پوروړي دي او که دولتي ادارې او خلک پورونه ورنه کړي، دوی به له ګاونډیو هیوادونو برښنا پیرودلو وسه ونه لري.
د یاد شرکت لخوا د وري په ۲۴مه، پخپل فیسبوک پاڼه کې لیکل شوي، چې د کرونا ناروغۍ له امله ددوی په عایداتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی.
سرچینې زیاته کړه چې د خپلو لګښتونو پوره کولو او له ګاونډیو هیوادونو څخه د برښنا پیرودلو لپاره یې له حکومت څخه ۵۰ میلیونه ډالر غوښتي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، که چېرې حکومت او نور خلک د تیرو دوو میاشتو او پخواني پورونه ورنه کړي، نو دوی به راتلونکو میاشتو کې د برښنا په ترلاسه کولو کې له ستونو سره مخامخ شي.
برښنا شرکت په ډاګه کړې چې د نوي مالي کال په لومړیو دریو میاشتو کې حکومتي ادارې دوه میلیارده او ۸۰۰ میلیونه افغانۍ د برښنا لګښتونه نه دي ادا کړي.
د دې شرکت رییس امان الله غالب ویلي، که چیرې دوی د ګاونډیو هیوادونو ته د برښنا د لګښت پیسې ورنه کړی شی، نو هیواد کې له یو بل بحران رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان له ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان څخه برښنا اخیستې ده.