Language

حکومت له کرونا سره مبارزې ته د ډېرو پیسو ځانګړي کولو په موخه بودجه تعدیل کوي

 کابل(پژواک،۲۴ وری ۹۹): افغانستان کې کرونا سره د مبارزې لپاره د ډېرو پیسو ځانګړي کولو په موخه بودیجه تعدیل کیږي، لس زره روغتیایی کارکوونکو ته زده کړې ورکول کیږی او د محافظتی کالیو جوړلو فابریکه په کار پیل کوي.

د کرونا ویروس ناروغي د نړۍ تر دو سوو ډېرو هېوادونو کې خپره شوې ده. افغانستان کې پر دې ناروغۍ تر اوسه ۶۰۷ تنه اخته شوي او له دې ډلې ۱۹ تنه مړه او ۳۸ نور بېرته روغ شوي دي.

نن د ولسي جرګې د روغتیا کمیسیون، د ولسمشر سلاکار او له کرونا سره د دولت د عالي کمېټې مشر وحید عمر او د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز ورغوښتي و، تر څو د دغې ناروغۍ لپاره د اړینو تدابیرو په اړه معلومات ورکړي.

د ولسي جرګې د روغتیا کمیسیون مشر نجیب الله ناصر په دغه ناسته کې چې یادو چارواکیو هم په کې ګډون درلود، وویل چې حکومت باید د قرنطین لپاره تیاری ولري، تر څو اړو خلکو ته په وخت مرستې ورسي.

هغه زیاته کړه:" حکومت ته زموږ وړاندیز دا دی، چې له هرې بودیجې چې کیږي باید د خوراکي توکیو او درملو بنډلونه د خلکو لپاره چمتو کړي تر څو که خلک قرنطین کیږي ستونزې یې حل کړل شي."

د یاد کمیسیون غړي روح الله خانزاده وویل چې په روغتیایی مرکزونو کې ستونزې شتون لري.

د ده په وینا، په کندهار کې ناروغان په دهلېزونو کې دي او ځینې د کرونا مشکوک ناروغان پرته له دې چې تشخیص شي او معاینه یې وشي له روغتون څخه رخصت کیږي.

ده وویل چې د خلکو ساتنه او له کرونا سره پیاوړې مبارزه د حکومت دنده ده او باید ډېره پاملرنه ورته وکړي.

د ولسي جرګو دغو غړو له خلکو هم وغوښتل چې کرونا جدي ونیسي او د امکان تر بریده له خپلو کورونو ونه وځي.

د ولسمشر سلاکار وحید عمر په دغې ناسته کې وویل چې له کرونا ویروس سره مبارزه د حکومت په لومړیتوبونو کې ده او له همدې امله اړتیا ده چې د خلکو د ساتنې لپاره ډېره بودیجه ولګول شي او نورې چارې د اوس لپاره څنډې ته کړل شي.

هغه وویل چې له همدې امله، ټاکل شوې د دولت پر بودیجې بیا کتنه وشي او تعدیل شي،  تر څو د اړتیا وړ پیسې له کرونا سره په مبارزه ولګول شي.

وحید عمر زیاته کړه:" دا مهال موږ کېدای شي درې میلیارده افغانۍ لګولي وي؛ په داسې حال کې چې ډېرې بودیجې ته اړتیا ده."

login or register a new account.