کندهار، ګردیز(پژواک، ۲۴ وری ۹۹) : وسله والو کسانو په کندهار او ګردیز ښارونو کې پر امنیتی کارکوونکو ډزې کړې او څلور کسان یې وژلي دي.
د کندهار ولایت یوې امنیتي سرچینې د وري په ۲۴مه، پژواک اژانس ته وویل چې تر ماښام وروسته د لومړې امنیتي حوزې په ساحه کې اشرفیه مدرسې ته ځیره نامعلومو وسله والو د پولیسو پر یوه افسر ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.
سرچینې زیاته کړه وژل شوی ډګروال محمد ګل نومیده تقاعد شوی و اوپخوا د امنیه قوماندانۍ ترهګرۍ سره د مبارزې مرستیال و.
د یو بل خبر له مخې د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې هم دوسله والو په برید کې درې دولتي کسان وژل شوي دي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وایي چې په دې برید کې د ملي امنیت ښاري مدیر، د هغه موټر چلوونکی او د ښاروالۍ یو کارکوونکی وژل شوي دي.
دی وایي چې په دې اړه پلټنې پیل شوې دي.
وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP