Language

پیښور کې دریم افغان له کرونا مړشو، خو جسد ته یې تورخم کې اجازه نه ده ورکړل شوې

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۹۹) : په کوزې پښتونخوا کې یو بل افغان هم د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی، خو هلته میشت افغانان ادعا کوي چې افغان مسوولینو په تورخم کې یې جنازې اړولو ته اجازه نه ده ورکړې.

تر دې مخکې په پاکستان کې افغان سفارت په دغه هیواد کې له کرونا ناروغۍ د دوو افغان کډوالو د مړینې او دوو نورو د اخته کیدو خبر ورکړی و.

د کوزې پښتونخوا د پيښور ښار د بورډ بازار د افغان دوکاندارانو د اتحایې مشر حاجي عصمت الله د وري په ۲۵مه، پژواک اژانس ته وویل چې دغه افغان د سمنګان ولایت اوسیدونکی و او په دې وروستیو کې څه کار لپاره پيښور ته راغلی و.

هغه زیاته کړه چې نوموړی پرون له کرونا ناروغۍ څخه مړ شوی او بیا یې دلته یو خپلوان له ځینو نورو کسانو سره یې تیره شپه جسد افغانستان ته لیږدول غوښتل، خو په تورخم کې افغان مسوولینو اجازه نه ده ورکړې.

د نوموړي په وینا، بیا دغو خلکو جسد بیرته وړی و او د پيښور ښار اړونده د سپینه وړۍ په کلي کې د یوه ځایی اوسیدونکي په څو یې د جنازې مراسم ترسره او خاورو ته وسپارل شو.

خو د تورخم مرستیال کمیسار څارمن محمد امین او د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل دا خبره ردوي او وایي چې پرون او نن هلته کومه جنازه نه ده راوړل شوې.

خوپژواک داسې ویډیوګانې ترلاسه کړي چې دغه جسد تر  تورخم وړل شوی و، خو کله چې یې اجازه نه ده ورکړې، هغه یې بیرته پيښور ته لیږدولی دی.

د بریالي میاخېل په نامه هلته د افغانانو د شورا یو تن غړي وویل چې دی پخپله له جنازې سره تللی و، خو په تورخم کې یې د جسد د لیږدولو اجازه ورنه کړه.

هغه زیاته کړه چې د نور محمد په نوم د سمنګانو دغه اوسیدونکی ۱۵ ورځې مخکې ددرملنې لپاره پیښور ته تللی و  او تیره شپه په شیرپاو روغتون کې له کرونا مړ شوی دی.

د نوموړي په وینا، د هغه د کورنۍ غړي تر تورخمه ورغلي وو، خو دا چې جسد ته اجازه ورنه کړل شو، دوی هغوی بیرته خالی لاسونه ستانه شول.

په پيښور کې د افغان کونسلګرۍ یوې سرچینې هم ددریم افغان مړ کیدل تایید کړل او ويې ویل دا چې جنازې ته یې تورخم کې اجازه نه وه ورکړې ، پيښور کې خاورو ته وسپارل شو.