Language

بشري حقوق: دامریکا او طالبانو تر تړونه وروسته ۸۳ ملکي افغانان وژل شوي

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۹۹) : د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون د طالبانو په بریدونو کې پر زیاتوالي انديښنه ښودلې او په ډاګه کړې چې په قطر کې دامریکا او طالبانو تر تړون وروسته ۸۳ تنه ملکي افغانان وژل شوي دي.

د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه نیټه په قطر کې دامریکا او طالبانو ترمنځ تاریخي تړون لاسلېک شو، تر دې مخکې امریکا ویلي وو، چې دې تړون سره به تاوتریخوالی تر صفر کچې کم شي، خو تر اوسه داسې نه دي شوي.

دافغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمیسیون لخوا د وري په ۲۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد تړون تر لاسلیکه وروسته په هیواد کې ۸۳ تنه ملکيان وژل شوي، ۱۱۹ نور ټپیان شوي او ۳۵ نور یې یرغمل نیول شوي دي.

یاد کمیسیون ددغو ملکي تلفاتو د ۵۰ سلنې مسوولیت پر وسله والو طالبانو اچولی دی .

په خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو ملکي تلفاتو کې نږدې ۵۰ تنه یې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

بلخوا د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل هم ویلي چې طالبانو یواځې په تیره یوه اونۍ کې ۳۰ تنه ملکي وګړي وژلي دي.

خو طالبانو دا ادعا رد کړې ویلي چې په دې وروستیو کې د افغان او ا مریکایي ځواکونو په هوایی بریدونو او چاپو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.