Language

د هیواد له ۱۲۰ صادراتي توکو څخه ۲۱ سلنه یې د خرابیدو ګواښ سره مخ دي

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۹۹): د ولسمشر غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه کې وویل شول چې د افغانستان د ۱۲۰ قلمه صادراتي توکو له جملې ۷۹ سلنه توکي ژر نه خرابېږي او ۲۱ سلنه یې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

 

له ارګ څخه د  وري په ۲۶مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.

سرچینې زیاته کړې، په دغه غونډه کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله د هیواد د صادراتو د بندېدو په صورت کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د مدیریت پر طرحې، د کرونا ویروس ضد مبارزې لپاره د تولیداتو پر ملي پلان، کرونا ناروغانو ته د چپرکټونو برابرولو او تدارک، کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه د صرافۍ مارکیټونو پر تړلو او د ترکیې په استانبول ښار کې د افغان قونسلګرۍ لپاره د جایداد پېرلو پر راپور بحث او خبرې وشوې.

 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین حشمت الله غفوري، د کرونا ویروس خپرېدو له امله د هیواد د صادراتو د بندېدو په صورت کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د مدیریت طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، د افغانستان د ۱۲۰ قلمه صادراتي توکو له جملې ۷۹ سلنه توکي ژر نه خرابېږي او ۲۱ سلنه یې د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي چې د دغې طرحې په تطبیق سره به د صادراتي توکو د خرابېدو او تولیدونکو ته د زیان اوښتو مخنیوي وشي.

 نوموړي همداراز د دې طرحې د تطبیق لپاره تطبیقي پلان او وړاندیزونه هم غونډې ته تشریح کړل.

 

د اقتصاد عالي شورا له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده طرحه په پرنسیب کې تائید او د دغې طرحې د تطبیق لپاره یې وړاندیزونه هم منظور کړل.

ولسمشر غني په دې اړه د مالیې او صنعت او سوداګرۍ سرپرستو وزیرانو ته لارښوونه وکړه، هغو شرکتونو ته دې چې د دغې طرحې په تطبیق کې همکاري کوي، ملي بانک څخه د پورونو د ورکړې زمینه مطالعه او پایلې ته دې ورسېږي.

ولسمشرغني همداراز بهرنیو چارو او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې د هیواد د اقتصادي ډيپلوماسۍ په پام کې نیولو سره دې ګاونډیو هیوادونو سره پر دوه اړخیزو هوکړه لیکونو کار وکړي، ترڅو د کروناویروس خپرېدو پر مهال صادراتي او وارداتي چارې تنظیم شي.

 وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي، د کرونا ویروس پر ضد مبارزې لپاره د تولیداتو ملي پلان غونډې ته وړاندې کړ وې ویل، دا طرحه د هیواد د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د دغه وزارت د اړتیا د ارزونې پربنسټ ترتیب شوې ده. غونډې یاده طرحه په پرنسیب کې تائید کړه.

 

همدارنګه د افغانستان د ملي انکشاف شرکت اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش، کرونا ناروغانو ته د سل زره چپرکټونو برابرولو او تدارک طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، دغه چپرکټونه په ارزانه بیه د هیواد په پنځو زونونو کې تولیدېږي.

 

ولسمشر، کرونا ناروغانو ته د چپرکټونو د برابرولو او تدارک طرحې د منظورۍ پرمهال، د خصوصي سکتور له سخاوتمندۍ مننه وکړه وې ویل، زموږ هڅه دا ده چې حکومت خصوصي سکتور سره ګډ کار وکړي.

 

د غونډې په بله برخه کې کابل ښاروال محمدداوود سلطانزوی هم کرونا ویروس ناروغانو ته د شل زره بستر ځای برابرولو په خاطر خپل وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل وې ویل، دغه بسترونه په څلورو سترو ګودامونو کې برابرېږي او کابل ښاروالي د ناروغانو د بستر لپاره د دغو ګودامونو د تغییر بشپړ ظرفیت لري. اقتصاد عالي شورا په دې اړه د کابل ښاروال وړاندیزونه هم منظور کړل.

 

وروسته د هیواد د صرافانو اتحادیې رییس میرافغان صافي، کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په خاطر د صرافۍ مارکیټونو تړلو په اړه د صرافانو ستونزې او وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل.

 

له هر اړخیزو بحثونو وروسته د هیواد جمهوررئیس د کابل والي، امنیه قومندان او ښاروال ته لارښوونه وکړه چې د صرافانو د ستونزو حلولو په خاطر دې اقدام وکړي، همدا راز یې د مالیې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د صرافانو ستونزې او وړاندیزونه وارزوي او ورته دې رسېدګي وشي.