Language

د پکتيا صنعتي پارک د فعالولو لومړنۍ چارې پيل شوې

ګردېز (پژواک، ۲۶ وري۹۹): د پکتيا حکومتي مسوولین وایي چې د دغه ولايت د صنعتي پارک د فعالېدو لومړنۍ چارې پيل شوې او تر راتلونکو شاوخوا دوه مياشتو به يې د داخلي سړکونو او د برېښنا د ویشلو چارې هم پيل شي.

ولايتي چارواکي وايي د ياد صنعتي پارک لومړۍ زر جريبه ځمکه تثبيت او ورته د احاطوي دېوال د جوړولو کار پيل شو او هڅه يې دا ده  چې د ولسمشر له لارښوونې سره سم د دوه نيم زره جريبه نورې ځمکه څخه هم د دېوال چاپېرولو او صنعتي پارک سره د یوځای کولو کار هم ژر بشپړ شي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي پژواک ته وويل چې د دې پارک فعالېدل اساسي پروژه او د خلکو اساسي غوښتنه ده او د اړوند وزارت لخوا پر چټک او باکيفيته چارو ټينګار کوي.

کټوازی وايي: ((زر جريبه کې لومړی فاز دی، بيا دويم او درېيم فازونه دي، ټول ۳۵۰۰ جريبه ته پورته کيږي. لومړی په ۲۵ ميليونه افغانۍ د دېوال چارې شروع شوې او راتلونکو ورځو کې يې د سړکونو کار شروع کيږي، دې ځای ته د برق رسولو کار کيږي او راتلونکو شاوخوا دوه مياشتو کې به دلته د ځمکو د وېش شاهدان واوسئ.))

ولايتي شورا ټينګار کوي چې ولسمشر دې په صنعتي ولايت د پکتيا بدلولو ژمنې سره سم په معياري ډول د پارک جوړولو لپاره پوره پاملرنه وکړي.

د يادې شورا غړی ممتاز کرخېل وايي: ((له ټولو مسولينو غوښتنه کوم چې د دېوال له شروع کېدو سره سم دې صنعتي پارک ته د برق راغځولو کار شروع کړي او امنيت يې تر ټولو ضرور دی.))

د کانونو او صنعت خونې مشر فضل الدين جلالزی د ځمکې پر لوړ قيمت نيوکه کوي او وايي چې دولت بايد په لومړيو کې صنعتکارانو ته زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

جلالزي پژواک ته وويل: ((په ټولو هېوادونو کې صنعتکار ته ځمکه وړیا ورکوي خو دلته يو متر ځمکه په ۱۴.۵ ډالر راباندې خرڅوي. يو صنعتکار کم تر کم درې څلور جريبه ځمکې ته ضرورت لري چې دا آن شاوخوا ۹۰ زره ډالر د ځمکې د زېربنا قيمت شو، يو لک افغانۍ د جريب خپل قيمت دی، نو دا د صنعت د ملا ماتېدو عمده سبب دی.))

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر عبدالنصير عالميار وايي چې تر دمه شاوخوا څلور سوه تنو پانګه والو په پکتيا کې د پانګونې لپاره ورته مراجعه کړې، خو د دولت لخوا پر نه پاملرنه خواشينی دی.

عالميار وايي:((پانګه والو ته بايد په طرزالعمل کې د ځمکې د توزيع په ارتباط سهولتونه راشي، بل دا چې دوی ته بايد له بانکونو د قرضې سيسټم جوړ شي او همدارنګه په بېلابېلو ځايونو کې پانګوالو او صنعتکارانو سره ناستې وشي او په دې سيمه کې د پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات ورکړل شي.))

امنيتي مسولين وايي چې د صنعتي پارک د خوندي امنيت په موخه يې دغه پارک ته څېرمه څلورمه امنيتي حوزه ځای پر ځای کړې ده.

د يادونې ده چې د پکتيا د صنعتي پارک فعالولو ژمنه شاوخوا څوارلس کاله وړاندې پخواني او ورپسې اوسني ولسمشر کړې وه، خو په ياده موده کې يې اوس يوازې د احاطوي دېوال چارې پيل شوې.

login or register a new account.