Language

هرات کې د قرنطن موده غځول کیږي

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۹۹) : ولسمشر اشرف غني په هرات ولایت کې کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه د یاد ولایت مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ویډیو کنفرانس کې چې د جمهوري ریاست مرستیالانو، د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي، د چارو ادارې رئیس او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې او د ملي ثبات برنامو مسوولینوهم حضور درلود، په هرات ولایت کې له کرونا سره د مبارزې کمېټې راپور واورېدل شو.

سرچینې زیاته کړې، د یاد راپور له اورېدو وروسته له کرونا سره د موثرې مبارزې په موخه د هرات ولایت د مسوولینو پر وړاندیزونو د غور ترڅنګ پرېکړه وشوه چې د قرنطین موده دې وغځول شي.

د ویډیو کنفرانس ګډونوالو په هرات کې د یاد ولایت د مسوولینو له لوري د غذایي بانک نوښت وستایه او ټینګار یې وکړ چې د هیواد په نورو ولایتونو کې دې هم مسوولین ورته نوښتونو ته خلک وهڅوي.