ګردیز (پژواک، ۲۶ وری ۹۹): د پکتیا په وزي ځدران ولسوالۍ کې ۲،۳ میلیارده افغانیو په لګښت د برېښنا جوړ شوی سب سټېشن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو چې ۵ زره کورنیو ته به بریښنا ورکړي.
د پکتیا په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د دوه ملیارده او درې سوه ملیونه افغانیو په لګښت د برېښنا سب سټېشن جوړ او پرون ناوخته د پکتیا والي شمیم خان کټوازي له لوري پرانیستل شو.
کټوازي له رسنیو سره په خپلو خبرو کې وویل چې دغه سب سټېشن ۱۶ مېګا وولټ امپیره ظرفیت لري او د امریکا هېواد په مالي مرسته جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړه چې دغه سب ستیشن د پکتیا ولایت وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې پنځه زره کورونو او د پکتیا ګرده څېړۍ او شواک ولسوالیو او د خوست ولایت سیدخېلو کې به د اووه زره په شاوخوا کې کورونو ته برېښنا ورسوي، چې د وزې ځدراڼ ولسوالۍ د برېښنا وېش شبکې کارونه یې بشپړېدونکي دي.
د پکتیا والي د بنسټيزو پروژو په تطبیق او ساتنه کې د خلکو د همکارۍ غوښتنه تکرار کړه او ویې ويل چې ځدارڼ میشتو ولسوالیو ته به چې په تېرو وختونو کې نسبتاً محرومې پاتې وې، د پوهنې، عامې روغتیا او کرنې په برخو کې ځانګړې پاملرنه وشي.
بل لورته د سیمې خلکو د دغې سترې پروژې د پرانستې هرکلی وکړ.
د سیمې اوسیدونکي نور احمد پژواک ته وویل چې د دغه شان سترو پروژو پلي کېدو ته دوی ډېره اړتیا لري.
هغه وویل چې د پوهنې او روغتیا په برخو کې هم دوی ستونزې لري چې باید حکومت یې ورته حل کړي.
login or register a new account.