Language

ناټو د کرونا ضد مبارزه کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۹۹) : ناټو وایي چې د کرونا وبا پر ضد مبارزه کې د افغانستان ملي ځواکونو او امنیتي ارګانونو سره مرستې کوي.

په بروکسل کې د ناټوسازمان له مقر څخه د وري په ۲۷مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ناټو په افغانستان او نورو سمیو کې خپلو عملیاتي فعالیتونو ته ادامه ورکوي.

سرچینې زیاته کړې چې د ناټو په مشرۍ د روزنې غوڅ ملاتړ ماموریت له افغان امنیتی او دفاعي ځواکونو سره خپل هر ډول مرستو او همکاریو ته ژمن دی.

ناټوویلي چې افغان ځواکونه پخپل هیواد کې دثبات او سولې لپاره هلې ځلې کوي او خپل ولس له ترهګرۍ خوندي ساتي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې ناټو به د کرونا وبا پر ضد مبارزه کې هم له افغان امنیتي دفاعي خواکونو او امنیتي ارګانونوسره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

سرچینې ویلي چې دوی په دې لړ کې په نورستان ولایت کې افغان ځواکونو د کرونا ضد لومړني اړین توکي او درمل رسولي دي.

Related Topics