Language

ولسمشر د عامې روغتیا وزارت درې مرستیالان له دندو لرې کړل

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۹۹) : ولسمشر اشرف غني د عامې روغتیا وزارت درې تنه مرستیالان له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې نوي کسان ګومارلي  دي.

سرچینې وایي چې ولسمشر اشرف غني د ځانګړي حکم په اساس د عامي روغتيا وزارت درې واړه مرستیالان  هريو ماموسۍ زيور، فدامحمد پيکان او ډيوه صمد له دندو ګوښه او پرځای يې نوي کسان ګومارلي دي.

د عامې روغتیا وزارت سلاکار وحیدالله مایار د وري په ۲۷مه، پژواک خبري اژانس ته ددغه خبر د تایید ترڅنګ وویل چې یاد کسان به د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.

دغه کسان وروسته له هغه له دندو لرې کړی شوي چې په ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې په روغتونونو کې د کرونا پر ضد له روغتیایي خدماتو شکایتونه زیات شول.

‏سرچینې وایي چې ډاكتر وحيد مجروح، داكتر بشير نورمل او داكتر شفيق شهيم د نویو مرستیالانو په توګه ګومارل شوي دي.

دغه راز تر اوسه په هیواد کې درې ډاکټران هم له کرونا مړه او تر ۶۰ پورې روغتیايي کارکوونکي پر کرونا اخته شوي دي.

دعامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هیواد کې ۷۸۴ کسان پر کرونا اخته ۲۹ تنه مړه او ۴۴ روغ شوي دي.