کابل (پژواک، ۲۷ وری ۹۹) : ولسمشرغني وایي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې په اساس به په ټول هېواد کې د تجرید مراکز جوړېږي چې په کرونا ناروغۍ اخته او مشکوک کسان به د روغتیايي پرسونل د لارښوونې په اساس هلته ساتل کېږي.
ولسمشر دغه څرګندونې د کرونا ویروس د مخنیوي تدابیرو، اقداماتو او له دې څخه رامنځته کېدونکو ګواښونو سره د مبارزې په اړه نن تر ماښام وروسته د ملي تلویزون له لارې ولس ته پخپله وینا کې وکړه.
هغه وویل : “له بده مرغه موږ د کرونا په نامه له یوې داسې وبا سره مخ یو چې ټولې نړۍ حتا پرمختللو هېوادونو ته یو جدي ګواښ دی او د نړۍ دولتونه یې له هغې سره په مبارزه کې له لویوننګونو سره مخ کړي دي. “
ولسمشر وویل، د افغانستان حکومت مشرتابه دغه وبا له اولې ورځې جدي ګڼلې وه او د دې وبا د پرمختګ منحني سیر او تکامل ته متوجه و.، له لومړۍ مثبتې مخکې یې دا وبا جدي ګڼلې وه او او په هره مرحله کې مو مخکې له مخکې لازم پلانونه درلودل او عملي اقدامات یې کړي دي.
ده زیاته کړې : “همدارنگه مو هڅه دا وه چې د هېواد مختلفو ولایاتو، ښارونو او ولسوالیو ته د کرونا ناروغۍ پراختیا تعقیب او پیش بیني کړو. د اوس لپاره همداسې یوې مرحله کې قرار لرو. زموږ له نظره د دغې منحني د جهت راتلونکي پړاوونه به دا وي چې د ناروغۍ د خپرېدو اعظمي او نهايي ټکی چې د فلاکت نقطه ورته ویل کېږي، ارزیابي او پیش بیني کړو او لازم چمتوالی ورته ولرو. “
د هغه په وینا، د فلاکت یا نهايي نقطې وروسته د پېښو د کموالي مرحله ده او په دغه مرحله کې به هڅه کوي له وبا څخه راپیدا شوي زیانونه جبران، اړمنو خلکو ته دوامداره مرستې ورسول شي او په پای کې په مختلفو برخو کې د بیا احیا کارونه ترسره شي.
ولسمشر اشرف غني ددولت په استازیتوب ولس ته ډاډ ورکړ چې په دې سختو شرایطو کې د حکومت مشرتابه ټوله ورځ له ټولو اړوندو سکتورونو سره په دې اړه په اړیکو کې دی او هغوی ته لازمې لارښوونې کوي.
هغه وویل چې سر له سبا څخه له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له مرستندوینه سازمانونو بحثونه پیلوي چې ددې سازمانونو اوهیوادونو پخوانۍ ژمنه شوې مرستې د کرونا ضد مبارزې ته واړول شي.
ولسمشر وویل چې سبا د کابینې په ځانګړې غونډه کې به په دې اړه یوه طرحه وړاندې او تصویب شي.
نوموړي له ټولو روغتیایي کارکوونکو او ادارو مننه وکړه چې د کرونا دښمن پر وړاندې لکه سپر ولاړ دي او مبارزه کوي او ددې جګړې اتلان یاست.
هغه زیاته کړه چې روغتیایي پرسونل ته امتیازات منظور شوي چې ژر تر ژره به عملي شي.
ولسمشرغني وایي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې په اساس به په ټول هېواد کې د تجرید مراکز جوړېږي چې په کرونا ناروغۍ اخته او مشکوک کسان به د روغتیايي پرسونل د لارښوونې په اساس هلته ساتل کېږي.
د نوموړي په وینا، تجرید او قرنطین اوس یو نړیوال نورم دی، د روغتیا نړیوال سازمان او د عامې روغتیا وزارت د متختصصینو لارښوونې دا دي چې که غواړو د یوې لویې غمیزې مخنیوی وکړي باید کورونو کې پاتې شئ، له هر رنگ تجمعاتو او بېځایه تگ راتگ څخه ډډه وشي.
هغه زیاته کړه ” تجرید او په ښارونو کې د گرځبندیز له کبله زموږ ډېر شمېر هېوادوال بیکاره شوي دي، چې دوی ته د رسیدگۍ لپاره د مرکز په سطحه د ملي انکشاف شرکت له خوا د کارموندنې پروسه تېره اونۍ پيل شوې ده. “
هغه له هیوادوالو وغوښتل چې په دې سخت کې له یو بل سره مرسته او لاسنیوی وکړي.
ولسمشر غني زیاته کړه چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوندیتوب لپاره امنیت شورا ته ځانگړې سپارښتنه شوې ده چې د وسله والو ځواکونو په ټولو صفوفو کې د کرونا د مخنیوي په منظور لازم اقدامات وکړي چې له دوی څخه مننه کوم چې په وخت یې مخکې له مخکې اقدامات کړي دي.
هغه د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي او په خاص ډول په سیمه کې ځینو هېوادونو په جنگ کې په ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی دی چې د کرونا څخه زیانمنو خلکو ته د بشري مرستو د رسېدو لپاره اوربند وکړي.
ده زیاته کړه : “زه په طالبانو غږ کوم چې د ملگرو ملتونو سازمان، د سیمې هېوادونو، د افغانستان د خلکو او دولت دغه برحقه غږ ته مثبت ځواب ووايي او جنگ بس او اوربند وکړي. “
دعامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هیواد کې ۷۸۴ کسان پر کرونا اخته ۲۹ تنه مړه او ۴۴ روغ شوي دي.