Language

په افغانستان کې له کرونا د مړو شمیره ۲۹ تنو ته ورسیده

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۹۹): د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو څلوروېشتو ساعتونو کې د کرونا ناروغۍ له امله ۶ تنه مړه شوي  چې ورسره د ټولو مړو شمیره ۲۹ تنو ته ورسیده.

 د دغه وزارت سلاکار وحیدالله مایار د وري په ۲۷مه،  پژواک خبري اژانس ته وویل چې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کې په ټول هېواد کې د کرونا ناروغۍ له امله ۶ تنه مړه شوي دي.

دی وايي:”هغه مړینې چې په تیرو ۲۴ساعتونو کې مشخص شوې دي؛۳ پېښې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې او یو په ښار کې، یوه په غزني او په ننګرهار کې هم یوه پېښه شوې ده.”

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان کې د کرونا د ۷۸۴ مثبتو پیښو څخه ۳۰۶ یې په هرات، ۲۰۹ په کابل، ۹۳ په کندهار، ۳۵ په نیمروز، ۲۷ په بلخ، ۱۳ په غزني، ۱۰ په پکتیا، ۹ په ننګرهار، ۹ په هلمند، ۸ په لوګر، ۷ په دایکنډي، ۷ په تخار، ۶ په فراه او ۶ په سمنګان، ولایتونو کې ثبت شوي دي. دغه راز د کرونا ویروس پنځه ـ پنځه پېښې په بامیان، بغلان، فاریاب او میدان وردګ، درې ـ درې په کندوز، بامیان، زابل، غور او بادغیس کې، دوه ـ دوه په کونړ او کاپیسا او په پروان کې او په بدخشان، سرپل، اروزګان او پکتیکا ولایتونو کې یوه ـ یوه پېښه ثبت شوې ده.

د کرونا ویروس څلور میاشتې وړاندې د چین له وهان ښار څخه خپور شوی، د نړۍ نږدې ۲۰۰ هېوادونو ته رسېدلي دي او پرې د اخته کسانو شمېره له دوه میلیونو اوښتې ده چې نږدې ۱۳۰ زره خلک ترې مړه شوې دي.