ګردېز (پژواک، ۲۸ ورى ۹۹): د سيمې په کچه د لرغوني او له جګړو تر ډېره د جوړ پاتې شوي لرغوني تاریخې آبدې (ګردېز بالاحصار) د بیارغولو په موخه یې د سروې چارې پيل شوې.
مسولين وايي د بالاحصار سروې به تر راتلونکو دوه مياشتو بشپړه او تر هغه وروسته به يې په خپل تاريخي سبک د بېرته رغونې چارې پيل شي.
د پکتيا والي شميم خان کټوازى وايي د بالاحصار د ترميم چارو د ځنډ لامل د داسې شرکت نه پيدا کېدل و، چې په خبره يې ياده لرغونې آبده د يونسکو سازمان له اصولو سره سمه ورغوي. کټوازي پژواک ته وويل چې اوسمهال ياده چاره د ملي پراختيا عملياتي ادارې ته سپارل شوې ده.
نوموړي زياته کړه: ((ګردېز بالاحصار مهم تاريخي ارزښت دى او زموږ کوشـش دا دى، چې دا ارزښت بايد خوندي شي. عملياتي ټيم د دارالامان ماڼۍ په رغولو دا اطمينان تر لاسه کړ، چې کولاى شي دا مهمه ودانۍ هم په سم ډول ترميم کړي.
لکه څنګه چې رئيس صيب جمهور ژمنه کړې دا بالاحصار د دې سيمې د تمدن نښه ده او رغول کيږي به.)) د پکتيا د اطلاعات او کلتور رئيس صلاح الدين سليس پژواک ته وويل چې د تاريخ د پاڼو په استناد د دې بالاحصار لرغونتوب له ميلاد شاوخوا څلور سوه کاله وړاندې د کوشانيانو دورې ته رسيږي. سليس وويل: ((نن د بالاحصار د ترميم لپاره سروې شروع شوه او انشاالله موږ به يې په سم ډول تعقيبوو؛ ځکه دا تاريخي امانت او د ټول ولس مهم فرهنګي ميراث دى.
له يونسکو غواړو چې د بالاحصار په چارو کې ښکېل شي.)) فرهنګیان هم د بالاحصار د سروې په پيل خوښ دي او ټينګار کوي چې حکومت بايد د دې مهم تاريخي اثر په بشپړ رغولو کې جدي واوسي.
د دوى له ډلې د سمون کلتوري ټولنې مشر ساحل منګل پژواک ته وويل چې ګردېز بالاحصار يوازې د هېواد نه، بلکې د سيمې په کچه د يوه تمدن مهمه نښه ده او په کار ده چې له رغونې وروسته په کې د زون په کچه موزيم جوړ شي. منګل وايي: ((موږ بالاحصار ته د پاملرنې او ترميم لپاره له ډېرو کلونو غږ پورته کړى او د پکتياوالو لومړۍ فرهنګي غوښتنه د دې آبدې رغونه ده، اوس هم ښه ده چې کار يې پيل او بايد بشپړ شي.
دا ځاى بايد د موزيم او ګرځندويانو لپاره پوره اماده شي.)) ګردېز بالاحصار د ښار په منځ کې په شاوخوا پنځوس متره لوړه غونډۍ د کابو اتيا متره په سور او نږدې دوه سوه متره په اوږدوالي جوړ شوى دى.
د ګردېز بالاحصار د احاطې دېوالونه او برجونه لږ او داخلي ودانۍ يې ډېرې تخريب شوې او ولسمشر غني ژمنه کړې وه چې ياد بالاحصار به په پنځه ميليونه ډالر بیا ورغوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP