Language

رضاکارانو په خوست او پکتیا  کې کور په کور د کورنا په اړه عامه پوهاوی پیل کړ

خوست ښار (پژواک، ۲۸ وری ۹۹): میدیوتیک افغانستان د‌ ځوانانو شبکې رضاکارو په مرسته په خوست او پکتيا کې ۹ زره کورنيو ته کور په کور د‌ کرونا وايروس څخه د‌ مخنيوي په اړه د عامه پوهاوی کمپاين پيل کړ.

خوست کې د میدیوتیک افغانستان سيمه ييزو دفتر مسوول سيف الله حيات وايي دا پروګرام د خوست په اسماعیل خېلو مندوزي، ګربز، موسی خېل او د پکتيا په مرکز ګردېز، احمد ابا او وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې عملي کيږي.

هغه د وري په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وويل د عامه پوهاوي ترڅنګ به دغو کورنيو ته د کرونا په اړه تبليغاتي پاڼې او د مکروب ضد صابون هم په وړيا ډول ورکړل شي.

دې ولايت کې د میدیوتیک افغانستان د ځوانانو شبکې مشر شمس مراد پژواک اژانس ته وويل دا برنامه د شپيتو مبلغينو په مرسته په لس ورځو کې ترسره کيږي.

هغه وايي په دې سره به وکولی شي چې د‌ کرونا وايروس په اړه خلکو ته احتياطي او وقايوي تدابير په اړه اړین او موثر معلومات ورکړي.

د حبيب الله اسماعيل خېل په نوم يو تن رضاکار بيا پژواک ته وويل ددې کمپاين لارې به د خپل وس مطابق خلکو ته د‌ کرونا وايروس څخه د مخنيوي په اړه عامه پوهاوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۸۴۰ ته ورسيده، چې ډېرې يې په هرات، کابل او کندهار ولايتونو کې دي.

 

login or register a new account.