ښرنه ( پژواک، ۲۷ وری ۹۹): د پکتيکا ولايت د دريو ولسواليو خلک او د ولايتي شورا غړي وايي چې د وړممۍ، وازېخوا او تروې ولسواليو۸۰ ټنه غنم ورک شوي دي خو چارواکي بیا دغه مسله ردوي. د پکتيکا ولايت د وړممۍ اوسېدونکي منظم خان د وري په ۲۷ مه پژواک سره په خبرو کې وويل چې د ولايتي اضطراري کمېټې له لوري۳۴۰ ټنه غنم دريو ولسواليو وازېخوا، وړممۍ او تروې ولسواليو ته منظور شوي و چې د يو لړ امنيتي ستونزو له امله د ولايتي ادارې د رهبرۍ د تصميم له مخې بايد دا غنم وپلورل شي او پيسې يې يادو ولسواليو ته ولېږل شي. خو هغه وايي چې د يادو ولسواليو۸۰ ټنه غنم ورک شوي او بايد خلکو ته يې په اړه معلومات ورکړل شي. د وړممۍ يوه بل اوسېدونکي عزيز پژواک ته وويل چې له يوې خوا يادو دريو ولسواليو ته غځېدلې لويې لارې بندې دي، له بل لوري اوسیدونکي یې له فقر او غربت سره مخ دي، خو بيا يې هم حق خوړل کېږي. سرچينې وويل، چې ۸۰ ټنه غنم ورک شوي دي، تر اوسه پورې د ورکو شويو غنمو په اړه چارواکو دوی ته قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړی. نوموړي په اړوندو ادارو او ولايتي شورا غږ وکړ چې ياده موضوع دې جدي تعقيب کړي، ترڅو ورک شوي غنم پيدا او يادو ولسواليو ته ولېږل شي. د پکتيکا د ولايتې شورا غړي افسرخان سلېمان خېل پژواک ته وويل چې دوی هم د ورکو شويو غنمو په اړه معلومات نه لري چې څنګه ورک شوي دي. هغه وویل: ((خلکو مونږ ته په دې اړه عریضه کړې مونږ یې له اړوندو چارواکو سره جدي تعقیبوو.)) خو د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني پژواک ته وويل چې د يوې ۱۷ کسيزې کمېټې په مخکې یې یاد غنم پلورلي دي. ده زیاته کړه: (( د ټولو رياستونو استازو په کې ګډون درلوده ياد غنم وپلورل شول او هغه پيسې چې له دې لارې لاسته راغلې دي د يادو ولسواليو په اوسېدونکو به ووېشل شي.)) نوموړي دا خبرې رد کړې، چې ګواکي غنم دې ورک شوي وي.
Views: 9
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP