Language

ګردیز کې د هوان مرمې لګیدلو له امله ۶ ښځو اوماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ګردیز (پژواک، ۲۸ وری ۹۹) د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې پر یوه کور دهوان مرمۍ لګیدو له امله درې ملکيان وژل شوي او یو درې ټپیان شوی دي.

د ګردیز ښار د ابراهیم خېلو  سیمې اوسیدونکي وایي چې دا پيښه نن د  وري په ۲۸مه، ترغرمې وروسته دامنیتي ځواکونو او وسله  والو طالبانو ترمنځ د جګړې پر مهال رامنځته شوې ده.

یوې سرچینې پژواک ته وویل چې د هوان یوه مرمۍ پر یوه کور لګیدلې چې له امله یې یو ماشومان او دوې ښځې وژل شوې، یو ماشوم او دوه ښځې ټپیانې شوې دي.

خو سرچینې زیاته کړه، دا نه ده معلومه چې هوان د چا لخوا توغول شوی و.

ولايت وياند عبدالله حسرت وايي د پېښې د څرنګوالي مالومولو لپاره څېړنې پيل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.