Language

رحیمي: ډیر ژر به د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا جوړه شي

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۹۹) : د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي د ارګ او سپیدار ترمنځ د سیاسي شخړو د حل لپاره له پرمختګونو خبر ورکوي او وایي چې ډیر ژر به د ډاکټر عبدالله په مشرې د مصالحې عالي شورا جوړه شي.

رحیمي نن د وري په ۲۹مه،  له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې وویل، چې ډېر ژر به د عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصاحلې عالي شورا رامڼځته کړي او له طالبانو سره د مذاکرې د مرکچي پلاوي واکونه به دغه شورا وټاکي.

هغه زیاته کړه: «ټاکل شوې ده چې ډېر ژر ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله د هغې شورا (مصالحې عالي شورا) مسوولیت واخلي او بهیر په خپل کار پیل وکړي. شورا به له هغې وروسته کله چې هغوی (عبدالله عبدالله) راغلی او په بهیر کې شامل شو او مسوولیت یې قبول کړ، د راتلوونکو مشورو په پام کې نیولو سره به مخ ته ولاړ شي.»

خو د عبدالله عبدالله ویاند فریدون حوزون وايي چې تراوسه د اشرف غني او عبدالله ترمنځ هېڅ هوکړه نه ده شوې. 

هغه ویلي چې عبدالله تراوسه خپله طرحه له اشرف غني سره شریکه کړې نه ده.

ده زیاته کړه :«تراوسه د ډلو ترمنځ مشورې روانې دي. هېڅ وروستۍ هوکړه نه ده شوې. زموږ طرحه تراوسه له مقابل لوري سره شریکه شوې نه ده. کله چې مشورې پای ته ورسېدې دا طرحه له مقابل لوري سره به شریکه شي.» 

د سولې په چارو کې د دولت وزیر د خپلو څرګندونو په بله برخه کې، د دې پوښتنې په ځواب کې د طالبانو ۱۵ مهم قومندانان چې د دولت په بند کې دي، کله به ازاد کړل شي؟ وویل چې دغه طالب قومندانان پېچلې دوسیې لري او د هغوی ازادېدل د سولې بهیر پرمختګ پورې اړه لري:«د سولې بهیر مخته ولاړ شي. یوه ورځ که چېرې موږ د دې شاهد وو چې په افغانستان کې سوله نتیجې ته ورسېده، ښايي ټول بندیان ازاد شي.»

افغان حکومت تراوسه د طالبانو ۳۶۱ طالبان د بګرام له بندخونې ازاد کړي دي. د ملي امنیت شورا وايي چې دغه بندیان د سولې بهیر ته د زمینې برابرولو او په بندخونو کې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ازاد کړل شوي او ټاکل شوې چې ۱۱۳۹ نور طالب بندیان هم د افغانستان له بندخونو ازاد شي.

له دې سره هم مهاله طالبانو هم په تېرو څو ورځو کې ۶۰ تنه د امنیتي ځواکونو سرتېري ازاد کړي دي.

 

Related Topics