کابل (پژواک، ۲۹ وری ۹۹) : وسله والو طالبانو اعلان کړی چې په لغمان ولایت کې یې ۲۰ تنه نور دولتي بندیان خوشې کړي چې دې سره د ټولو خوشې شویو بندیانو شمیره ۶۰ تنو ته ورسیده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د وري په ۲۹مه، په ټویټر کې لیکلي چې نن یې په لغمان ولایت کې ۲۰ تنه نور دولتي بندیان خوشې کړي دي. خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
تر دې مخکې طالبانو د وري په ۲۴مه، ویلي چې وو د سولې پروسې په لړ کې یې د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د افغان دولت ۲۰ تنه عسکر د سره صلیب نړیوالې کمیټې ته سپارلي دي.
خو د کندهار امنیه قوماندان ویلي چې خوشې شوي کسان ټول ملکي وګړي دي، دولتي عسکر پکې نشته.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي چې دغه خوشې شوي طالبان دوی ته سپارل شوي او والي ورسره په ولایت مقام کې ولیدل.
هغه پژواک ته وویل چې دا بندیان د بیلا بیلو ولایتونو اوسیدونکي دي او خپلو کورونو ته به لیږدول کیږي.
د بندیانو د خوشې کولو پیل افغان حکومت وکړ او تر اوسه یې ۳۶۱ طالب بندیان خوشې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید دطالبانو ۵۰۰۰ بندیان او د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې شي.
ولسمشر اشرف غني لومړی د بندیانو له خوشې کولو انکار وکړ اوو یې چې له امریکا سره یې په دې اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو وروسته یې د یوه زماني مودې په ترڅ کې به مشروط ډول د بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ.
د بندیانو پر خوشې کولو د طالبانو او حکومت ترمنځ لومړی د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وشوې او وروسته د طالبانو یو درې کسیز تخنیکي پلاوی کابل ته راغلی و.
login or register a new account.