Language

غزني کې د یوې سترې سړخونې د جوړیدو چارې پیل شوې

غزني ښار ( پژواک، ۳۰ وری ۹۹): د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د غزني ولایت په مرکز کې د یوې سترې سړخونې د جوړولو چارې پیل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د غزني والي وحیدالله کلیمزي وویل، دغه ودانۍ ۳۰۰۰ متر مربع مساحت لري چې په جوړولو یې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ لګول کیږي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه سړخونه په ټولو معیارونو برابره جوړیږي او په یو وخت کې د ۱۵ سوه مټریک ټنه میوې او سبزیجاتو د زیرمه کولو وړتیا لري. والي وایي چې د دغې سړخونې د جوړیدو چارې په دوو کلونو کې بشپړیږي چې تر ډېره به په دغه برخه کې د کروندګرو ستونزې هوارې کړي.

د هغه په وینا دغه سړخونه په شپږ جریبه ځمکه کې جوړیږي چې لسګونو کسانو ته به د کار کولو زمینه هم برابره کړي. په دې اړه د غزني ښار یو تن کروندګر شاه محمد پژواک ته وویل چې دغه سړخونه باید کلونه وړاندې جوړه شوې وای.

دی زیاتوي: ((هرکال زمونږ ډېر حاصلات د سړخونو د نشتون له امله خرابیږي که دغه سړخونه جوړه شي تر ډېره به زمونږ مشکل حل شي.))

د یادونې وړ ده چې د غزني ترڅنګ د هېواد د نورو ولایتونو کروندګر هم د سړخونو له نشتون څخه شکایت کوي او له حکومت نه غواړي چې دغه ستونزه يې هواره کړي.

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.