ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز او پل علم کې معیاري سړې خونې جوړیږی

ګردېز او پل علم کې معیاري سړې خونې جوړیږی

author avatar
19 Apr 2020 - 16:37
ګردېز او پل علم کې معیاري سړې خونې جوړیږی
author avatar
19 Apr 2020 - 16:37

 ګردېز ـ پل علم (پژواک، ۳۱ ورى ۹۹): د ۳۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت په پکتیا او لوګر ولایتونو کې د معیاري سړو خونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې په شاوخوا ۱۸۰ ميليونه افغانیو یوې سړې خونې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې د مسولينو په خبره په يو نيم کال کې به يې چارې بشپړې شي. د پکتيا والي شميم خان کټوازى وايي چې ياده سړه خونه د ۱۵۰۰ مټريک ټنه مېوې او سبزیجاتو د ساتنې ظرفيت لري.

کټوازي پژواک ته وويل چې په دولس ولايتونو کې ۱۴ ورته سړې خونې جوړيږي چې دوه يې په پکتيا کې دي. نوموړي زياته کړه چې بله سړه خونه په احمدابا ولسوالي کې منظوره شوې چې ژر به يې د جوړېدو کار پيل شي.

دغه راز د پکتیا د کرنې ریيس محمدالدين مومند وايي چې د دغو سړو خونو له جوړېدو سره به د مېوو او سبزي د ضايع کېدو مخنيوى وشي او د کال په ټولو موسمونو کې به خپل بازار وساتلاى شي.

دغه راز په لوګر کې هم د ورته یوې سړې خونې د جوړېدو چارې پیل شوې. د دغه ولایت د کرنې رییس عبدالله تسل وویل چې دغه سړه خونه د دوو کلونو په موده کې په اساسي او معیاري ډول جوړيږي.

ده وویل چې پر دغې سړې خونې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ لګول کیږي. همدارنګه د لوګر والي محمد انور اسحاقزي وویل چې د دې سړې خونې په جوړېدو سره به تر ډېره د کروندګرو د میوو او سبزیجاتو د ساتلو او زیرمه کولو ستونزه هواره شي

. د یادونې وړ ده چې پرون په غزني کې هم د ورته یوې سړې خونې د جوړېدو چارې پیل شوې.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.