Language

تخار کې د سیمه ییزې اردو ۱۸ سرتېري وژل شوي

تالقان (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۹۹): د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ د طالبانو په برید کې د سیمه ییزې اردو ۱۸ سرتېري وژل شوي او  درې نور ټپیان دي.

د تخار د خواجه غار ولسوال محمد عمر عمر د غویي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د هواشناسۍ تېپې په سیمه کې د سیمه ییزې اردو پر یوې قرارګاه ډله ییز  برید کړی دی.

هغه وايي چې په دغه برید کې د سیمه ییزې اردو ۱۵ سرتېري وژل شوي، پنځه ټپیان شوي او څلور نور نادرکه دي.

دی وايي: (( اوس هم په سیمه کې وضعیت سم نه دی، تازه دمي ځواکونه باید واستول شي.))

دغه راز د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار خلیل اسیر هم یاده جګړه تایید کړه خو ویې ویل چې په دغه جګړه کې  د سیمه ییزې اردو ۱۸ سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

ده وویل چې په دغه جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتی خو د کره شمېرې په اړه یې معلومات نشته.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې خواجه غار د تخار ولایت د ناامنو ولسوالیو له ډلې څخه ده چې تر اوسه دوه ځلې طالبانو نیولې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.