Language

صدیقي : د ارګ د ځینو کارکوونکو د کرونا ټسټونه شوي

کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نیټه ۹۹) : د ولسمشر ویاند وایي چې د ولسمشرۍ ماڼې د یو شمیر کارکوودلنکو د کرونا ټسټونه شوي، خو لا یې پایلې له دوی سره نه دي شریکې شوي.

هغه د غویي په لومړۍ نیټه، پژواک اژانس ته وویل چې دغه کسان د ولسمشرۍ ماڼې (ارګ) د بیلا بیلو څانګو په کارکوونکو کې د کرونا ویروس مشکوکې نښې لیدل شوې وې.

د صدیقي په وینا، د دغو کسانو نومونې مرکزي لابراتوار ته استول شوي دي، خو د عامې روغتیا وزارت تر اوسه له دوی سره یې نتیجې نه دي شریکې کړي دي.

خو په ارګ کې ځینې سرچینې وایي چې د چارو ادارې په ګډون د ولسمشرۍ ماڼې د شاوخوا ۲۰ کسانو ټسټونه شوي دي، خو تر اوسه یې پایلې نه دي په ډاګه شوي.

د ولسمشرۍ ماڼې یو تن امنیتي کارکوونکي چې دنوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وویل، نن یې اتمه ورځ ده چې د هغه او د یو شمېر نورو همکارانو د کرونا تېست مثبت ثابت شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې هغوی څو ورځي د خپل کار په ځای کې قرنطین وو او اوس دی او ملګري یې په خپلو کورونو کې قرنطین دي.

د سرچینې په وینا، د ده روغتیایي وضعیت اوس د لومړیو ورځو په پرتله ښه شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ په تیزۍ سره پرمخ روان دی، د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټول هیواد کې ۱۰۲۴ تنه پر دې ناروغۍ اخته، ۳۶ تنه مړه او ۱۳۶ کسان بیرته روغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت سلاکار وحیدالله مایار نن وویل چې په ټول هیواد کې ۱۱۰ تنه ډاکټران او روغتیایي کارکوونکي هم پر کرونا اخته شوي دي. 

login or register a new account.