کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نیټه ۹۹) : د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو د کرونا ویروس پر ګډې مبارزې او افغان سولې پروسې په تفصیل سره خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د غویي په لومړۍ نیټه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دافغانستان د بهرنیو چارو نوماند وزیر حنیف اتمر ته ټيلیفون ته وکړ او پر نوې دندې یې ورته مبارکي ورکړه.
سرچینې زیاته کړې ، قریشي هیله څرګنده کړه چې د حنیف اتمر مقرریدو سره به ددواړو هیوادونو اړیکې لا پراخې ، ښې او پرمختګ وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د یوه ګاونډی په توګه دوی افغانستان سره اړیکو ته ډير ارزښت ورکوي او د کرونا پر ضد مبارزه کې د افغان حکومت په غوښتنه یې ځینې اقدامات کړی دي.
هغه زیاته کړې چې هلته د بند پاتې شویو افغانانو لپاره یې لاره خلاصه کړه او دافغان سوداګریزو توکو پرمخ یې هم اونۍ کې درې ورځې لارې پرانستې دي.
قریشي هیله څرګنده کړې چې ددواړو هیوادونو ترمنځ د پیل شوي (د عمل پلان) ناستې یو ځل بیا په نږدې فرصت کې پیل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو وزیرانو دافغان سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو هم خبرې وکړې او قریشي یو ځل بیا ډاډ و رکړ چې په دې پروسه کې به هر ډول همکاري کوي.
سرچینې زیاته کړه چې افغان سرپرست وزیر د عمل پلان د ناستو پیلیدو سره موافقه وکړه او د کرونا ضد اقداماتو په برخه کې یې د پاکستان له همکاریو مننه وکړه.
login or register a new account.