Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر: د کابل ښار بې وزلو سره مرستو ته ادامه ورکوو

کابل (پژواک، د غویي لومړۍ نیټه ۹۹): ولسمشر غني وايي، اړتیاوو ته په کتو سره به له بې وزلو خلکو سره د بېلابېلو خوراکي توکو مرستې کیږي.

 له ارګ څخه د  غویي په لومړۍ نیټه، پژواک خبري اژانس ته په رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې نن له غرمې مخکې د یوه ويډيويي کنفرانس له لارې د کابل ښار د ناحیو له وکیلانو سره کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني په دغه کنفرانس کې وویل:"موږ د خپلو خلکو حالت او اړتیاوې درک کوو او په همدې خاطر د لا ډېرو منابعو د موندلو ترڅنګ به امکاناتو ته په کتو له خپلو بې وزله هیوادوالو سره د بېلابېلو خوراکي توکو مرستې وکړو."

ولسمشر د حکومت د مرستو په رسولو کې ناحیو د وکیلانو او د جوماتونو د ملامامانو رول مهم وباله او د ناحیو له وکیلانو څخه یې وغوښتل چې د کابل ښاروالۍ مسوولینو سره په ګډه د خپلو اړوندو ناحیواو سیمو د مستحقو او بې وزله خلکو لېستونه ترتیب کړي.

 هغه وویل ، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو ته په کتو له بې وزلو سره د خصوصي سکټور، پانګوالو، سوداګرو او نورو هېوادوالو مرستې هم د پام وړ دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې حکومت د کابل ښار په ځینو ناحیو کې له بې وزلو سره څلور نیم ، څلور نیم کیلو غنمو مرسته کړې وه، چې له پراخو نیوکو سره مخ شو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.