خوست ښار (پژواک، ۲ غویی ۹۹) : چارواکي وايي خوست کې د سړک غاړې ماين چاودنې څلور د ملي څلور سرتيري ټپيان کړي دي.
دغه چاودنه نن سهار لس بجې د خوست ښار ختيځه څنډه کې سبزي منډوي ته څېرمه د سړک غاړې ترڅنګ په يو ګلدان کې ځای پر ځای شوي ماین له کبله شوې.
خوست امنيه قومانداني د پېښې پخلی کوي، خو د نورو جزياتو په اړه يې څه ونه ويل.
په ورته وخت کې يوې بلې حکومتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چاودنه د ملي اردو رينجر پسې شوې چې له کبله يې څلور د ملي اردو سرتېري او يو ماشوم ټپيان شوي دي.
خو په دې اړه خوست کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د لومړی ښايسته پلې لوا چارواکي بيا د ملي د دریېو سرتيرو ټپي کيدل تاييدوي.
تردې دمه د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا نن ترغرمې مخکې په خوست ولایت کې دویمه چاودنه، نن سهار د خوست والي محمد حلیم فدایي د موټرو پر کاروان چاودنه کې پنځه ټپیان شوي وو.
login or register a new account.