Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جګړې قربانيانو د معلوماتو ثبت لپاره ځانګړې وېبپاڼه جوړیږي

کابل (پژواک، ۲ غویی ۹۹) : د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د جګړې د قربانیانو د کره شمېرو معلومولو لپاره یوه وېب‌پاڼه جوړوي.

له دغه وزارت څخه د غویي په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته په  استول شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي پرون د یوه وېډیويي کنفرانس له لارې په هېواد کې د وروستیو جګړو د قربانیانو د کورنیو له غړو سره خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې د سولې په چارو کې د دولت وزیر رحیمي وویل، د هېواد په کچه د جګړې د ټولو قربانیانو او زیانمنو د کره شمېرو د ثبت په موخه یوه وېب‌پاڼه جوړوي ترڅو د جګړې د قربانیانو په اړه جامع او ټول‌شموله معلوماتو ته لاسرسی وموندل شي.

دی زیاتوي:"د سولې په خبرو کې د ښځو، قربانیانو او اقلیتونو حقونو ته باید درناوی وشي او په دې برخه کې باید د شته لاسته ‌راوړنو د ساتلو لپاره هڅې وشي."

هغه زیاته کړه، د وروستیو څلورو لسیزو جګړې او ناخوالو پای ته رسول او په هېواد کې د سولې ټینګښت د سولې په بهیر کې زغم، ښه نیت او فعالې ونډې ته اړتیا لري.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.