خوست ښار (پژواک، ۲ غویی ۹۹) : د خوست د والي حلیم فدایي د موټرو پر کاروان چاودنه شوې چې له امله يې پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د خوست والي وياند طالب منګل د غویي په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه تر غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو هغه مهال وشوه، چې والي له کوره ددفتر په لوري روان و، او چاودنه اداري کمپلیکس ته څېرمه وشوه.
هغه زیاته کړه، والي محمد حليم فدايي له چاودنې روغ وتلی، خو د هغه دوه ساتونکي او پر لار روان دوه ماشومان او يوه ښځه ټپي شوې ده.
د طالب منګل په وینا، ټپيان د خوست ملکي روغتون ته لېږدول شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی.
ددې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.