Language

طوطاخیل: مسوولین زندانونو ته د نشه یی توکو لیږدولو کې لاس لري

کابل (پژواک، ۲ غویی ۹۹) : د زندانونو چارو د تنظیم ادارې لوی رییس، احمد راشد طوطاخېل وایي، مسوولین زندانونو ته د نشه یی توکو په لیږدولو کې لاس لري.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې لوی رییس، احمد راشد طوطاخېل، نن د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د زندانونو د اوسني وضعیت په اړه د دغې ادارې د څېړنو موندنې له رسنیو سره شریکې کړي.

هغه وویل ، د زندانونو وضعیت د ښه والي لپاره د اصلاحاتو پروسه پیل شوې او د مدني ټولنو له ټولو بنسټونو، رسنیو، د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ شبکو او د بشري حقونو له بنسټونو څخه غوښتنه کوم، چې له دې پروسې څخه څارنه وکړي.

طوطاخېل زیاته کړه د دغې ادارې د موندنو پر بنسټ، په زندانونو کې له نشه یي توکو څخه ګټې اخیستنې جریان درلود او لري یې.  حتی د قرنطین پروسه کې هم نشه یي توکي زندانونو ته لېږل شوي، چې په دې چاره کې د زندانونو مسوولین لاس لري او هلته فساد شتون لري.

د هغه په وینا، په زندانونو پورې اړوند دولتي وسایط د غیر مسوولو کسانو لخوا کارول کېږي. بندیان ځیرکو ټیلیفونونو ته لاسرسی لري. کانتینونه په زندانونو کې د فساد یوه بله سرچینه ده. ناروغو بندیانو ته هېڅ ډول پاملرنه، نه کېږي.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې لوی رییس  وایي د شکایتونو او موندنو پر بنسټ، د زندانونو یو شمېر ښځینه پرسونل؛ د زندانونو د نارینه پرسونل لخوا په جنسي توګه ځورول کېږي.

طوطاخېل زیاتوي، د زندانونو د ملکي کېدنې پروسه پیل شوې او مدیریت به یې د ملکي پرسونل په لاس کې وي.

ده وویل : (( ژمنه کوم چې دغه اداره به له دې وروسته؛ د مسلکي او ژمنو کسانو لخوا رهبري او مدیریت کېږي.))

هغه ویلي، ټولو ستونزو ته به رسېدنه وشي او له مفسدینوسره به جدي چلند وشي. له دې وروسته به د زندانونو دروازې د څارنې لپاره خلاصې وي او ټول مدني بنسټونه کولای شي چې له زندانونو څخه څارنه وکړي.

د طوطاخېل په وینا، د کرونا ویروس خپرېدا مخنیوي لپاره د جنایي بندیانو د بښنې په اړه؛ د جمهور رییس د وروستي فرمان له مخې، تر دې دمه، د یاد فرمان د تطبیق له امله ۵۵۸۶ تنه بندیان ازاد شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.