غزني ښار (پژواک، ۳ غویي ۹۹): د غزني حکومتي مسوولین وايي چې په جغتو ولسوالۍ کې پر یوه موټر د ماین چاودنه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي.
د غويي په دریمه د غزني ولایت مقام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه شاوخوا لس بجې د جغتو ولسوالۍ د لویې لارې په اوږدو کې د ملکي وګړو پر فلانکوچ موټر د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې ده.
سرچینه وایي چې په دغه چاودنه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
په یاده خبرپاڼه کې ادعا شوې چې دغه ماین د وسله والو طالبانو له لوري ځای پرځای شوی و.
د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي امام الدین پژواک ته وویل چې دغه چاودنه د قیاق په دره کې شوې ده.
ده هم وویل چې په دغه چاودنه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP