Language

په کندهار کې ۵۶ وسله والو او ۱۱ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندهار (پژواک، ۲ غویی ۹۹): په کندهار کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ په نښتو او بریدونو کې ۳۳ وسله وال وژل شوي او ۲۳ ټپیان شوي او دغه راز ۴ پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

دغه پيښې تېره شپه د کندهار په ژیړۍ، میانشین، سپین بولدک او خاکرېز ولسوالیو کې شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي  د غویي په ۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه لسګونه وسله والو د ژیړۍ ولسوالۍ په میر هزار سیمه کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي او د دواړ لورو تر منځ څو ساعته جګړه شوې ده.

هغه زیاتوي په دې جګړه کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي، دغه راز ده په دې جګړه کې یو پولیس هم وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو د میانشین ولسوالۍ د کمربند پر امنیتي پوستو هم ډله ییز بریدونه کړي دي.

بارکزی وايي، پولیسو د دغو بریدونو پر وړاندې مقاومت کړی چې پر مهال یې ۳ وسله وال وژل شوي او ۴ ټپيان شوي دي.

د ده په خبره، په دغو بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

دغه راز وسله والو طالبانو تېره شپه د سپين بولدک ولسوالۍ په ښارګو سیمه کې هم د پولیسو پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي او د دواړو لورو ترمنځ درنه جګړه شوې ده.

د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، په دې جګړه کې ۱۶ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي دي.

دی زیاتوي، په دې جګړه کې ۳ پولیس هم وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې بیا وسله والو طالبانو ماین ځای پر ځای کاوه چې چاودنه یې کړې او ۵ وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

بارکزی واي، وسله والو طالبانو غوښتل پر عامه لاره ماین ځای پر ځای کړي چې پر هغوی چاودېدلی، ۲ تنه یې وژلي او ۳ نور یې ټپيان کړي دي.

login or register a new account.