Language

کابل (پژواک، ٤ غويی ٩٩): امنيتي مسوولين وايي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې ٤٣ طالبان وژل شوي او ٢٢ نور ټپيان دي

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري د غويي په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د قلعه زال او دشت ارچي ولسواليو په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

ده وويل چې په دغو بريدونو کې ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

اکبري زياتوي چې په دغه جګړه کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په ورته وخت کې د قلعه زال ولسوال فهيم قرلق پژواک ته وويل چې طالبانو تېره شپه د دې ولسوالۍ پر کمربندي پوستو بريدونه کړي دي.

هغه زياته کړه: ((طالبانو غوښتل چې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي خو بريدونه يې په شا وتمبول شول او مرګ ژوبله هم ورته واوښته.))

خو قرلق وايي چې په دغه جګړه کې پنځه امنيتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې په کندهار، غزني، لوګر او تخار ولايتونو کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنيو چارو وزارت د بېلابېلو خبرپاڼو په خپرولو سره ويلي چې په غزني، کندهار، تخار او لوګر ولايتونو کې د افغان ځواکونو د عملياتو پرمهال ٢٥ طالبان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان شوي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو د يادو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

داسې مهال په افغانستان کې يو ځل بيا د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى چې پرون د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د قطر له امير او د پاکستان له لومړي وزير غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي د کمولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.