کابل (پژواک، ۴ غویی ۹۹) : وسله والو طالبانو یو ځل بیا د اوربند په اړه د افغان حکومت او ملګرو ملتونو غوښتنه رد کړې او ویلي يې دي چې د تړون له بشپړ تطبیق پرته د اوربند غوښتنه معقوله نه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر اشرف غني نن د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت په خپل پیغام کې یو ځل بیا له طالبانو غوښتنه وکړه چې له کرونا سره د مبارزې او روژې ته په درناوي دې اوربند وکړي.
دغه راز د ملګروملتونو سرمنشي څو ورځې مخکې د کرونا پر ضد د ښې مبارزې لپاره په ټوله نړۍ کې دا اوربند غوښتنه کړې وه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ددفتر یوناما مشر هم نن د روژې په مناسبت په خپل پیغام کې په افغانستان کې داوربند غوښتنه وکړه.
خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د غویي په ۴مه، په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په قطر کې د لاسلیک شوي تړون د بشپړ تطبیق او د سولې پروسې له مخنیوي سره سره د اوربند غوښتنه معقوله نه ده.
هغه زیاته کړې : (( طالبانو له امریکا سره د تړون په لاسلیک هغه جامع میکانیزم ومانه، امنیت شورا او نړیوالې ټولنې هم تایید کړ چې که عملي شي موږ اوربند او سولې ته رسوي.))
د یادونې ده، چې دغه تړون د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري په ۱۰مه، په قطر کې لاسلیک شوه، چې له مخې يې په لسو ورځو کې باید پنځه زره طالب بندیان خوشې او بین الافغاني مذاکرات پیل شی. خو دا دی د تړون نږدې دوه میاشتې کیږي، یواځې سلګونه بندیان خوشې شوي، خو بین الافغاني مذاکرات لا نه دي پیل شوي
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP