Language

کندوز ښار (پژواک، ۶ غویی ۹۹) : په کندوز ولایت کې یوه تن د خپلې کورنۍ  پر غړو ډزې کړې او اوه کسه یې وژلي دي.

د کندوز دامنیه قوماندانۍ ویاند هرت الله اکبري د غویي په ۶مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه نن د امام صاحب ولسوالۍ په کنم کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړې چې د یاد کلي یو تن اوسیدونکي په ډزو سره خپل ورور، ورینداره او پنځه  وریرونه وژلي دي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

اکبري وایي چې په وژل شویو له څلورو څخه ۱۲ کلونو پورې ماشومان هم شامل دي.

د نوموړي په وینا، پولیس په سیمه کې یو تن نیولی او ترې یې پیل کړې دي.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې دا پيښه د ځمکې پر سر د لانجې له امله رامنځته شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.