کندهار (پژواک، ۷ غویی ۹۹): د کندهار په عمومي زندان کې له تېرو درېیو ورځو راهیسې بندیانو د نه خوړو اعتصاب کړی و چې نن د دغو بندیانو او پولیسو تر منځ اخ و ډب هم شوی, چې په پایله کې یې یو شمېر پولیس ټپیان شوي دي.
وروسته دغه اعتصاب او اخ و ډب په ولسي جرګه کې د کندهار د استازي سید احمد سېلاب او نورو چارواکو په منځګړتوب پای ته رسېدلی دی.
د ولسي جرګې غړي سید احمد سېلاب پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو څو ورځو راهیسې د کندهار زندان یو شمېر بندیانو د ولسمشر د عفوې د فرمان د نه پلي کېدو له امله د نه خوړو اعتصاب کړی و او تر خپلو خولو یې سیخونه ایستلي وو.
هغه زیاته کړه، نن سهار یو شمېر پولیس د تالاشۍ لپاره د بندیانو بلاک ته داخل شوي وو چې د دواړو لورو تر منځ اخ و ډب شوی وو چې یو شمېر پولیس په کې ټپیان شوي دي.
دی وايي، کله چې له موضوع خبر شو نو د قضايي او عدلي ارګانونو د یو شمېر مسوولینو او پولیسو له استازو سره یو ځای زندان ته ولاړ او د دوی په منځګړتوب اعتصاب پای ته ورسول شو.
ده په دې اړه معلومات نه لرل چې د زندانیانو او پولیسو تر منځ په اخ و ډب کې څومره کسان ټپیان شوي، خو زیاته یې کړه چې پولیس سخت ژوبل شوي وو چې په اړه به یې څېړنې وشي او ښکېل زندانیان به خپله سزا وګوري.
نوموړي وویل، د زندانیانو غوښتنې پر ځای وې، هغوی ادعا کوله چې د عفوې په اړه د ولسمشر فرمان په پلچرخي او یو شمېر نورو زندانونو کې یو ډول خو په کندهار کې بل ډول پلی کېږي.
ده زیاته کړه: ((هغه بندیان چې د ولسمشر د فرمان له مخې خوشې کېږي، باید د ضمانت په توګه ۳۰ زره افغانۍ ورکړي، خو د اړوندو ارګانونو ځینو کارمندانو ناسمه استفاده کوله او بندیان یې اړ کول چې د ۳۰ زره افغانیو ضمانت تر څنګ باید ۲۰ یا ۳۰ زره افغانۍ باید رشوت ورکړي.))
سېلاب یادونه وکړه چې ځینو زندانیانو بیا ان د ضمانت د ورکړې توان هم نه درلود.
دی وايي، د بندیانو ټولې غوښتنې یې واورېدې او هغوی ته ډاډ ورکول شو چې ستونزې به یې له قانون سره سم هوارېږي.
د ده په خبره، دغه راز پرېکړه وشوه چې د ضمانت د ورکړې لپاره دې د بانک د مسوولینو په ګډون د ټولو اړوندو ارګانونو له استازو یوه کمېټه جوړه شي او پیسې دې په زندان کې دننه له بندیانو واخیستل شي څو د فساد مخنیوی په کې وشي.
د کندهار د مرافعه څارنوالۍ رییس عیسی خان ابراهیم خېل هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې یوه پلاوي د کندهار زندان د بندیانو ستونزې واورېدې او د هوارېدو ډاډ یې ورکړ چې بندیانو هم خپل اعتصاب پای ته ورساوه.
دی وايي، پلاوي بندیانو ته ډاډ ور کړی چې په کابل کې د خوشې کېدونکو زندانیانو په څېر به له دوی څخه هم په هماغه اندازه د ضمانت پيسې په بانک کې تحویلېږي.
د روزي محمد په نوم یوه بندي هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ورغلي پلاوي تر ډاډ وروسته بندیانو خپل درې ورځنی د نه خوړو اعتصاب پای ته رسولی دی.
دی وايي، له ۴۰ زیاتو بندیانو له دې امله د نه خوړو اعتصاب کړی و چې په کابل کې له بندیانو د خلاصون په بدل کې ۳۰ زره افغانۍ د ضمانت په توګه اخیستل کېدې خو له دوی څخه د ۶۰ زره افغانیو غوښتنه کېدله.
په زندان کې د بندیانو او پولیسو د اخ و ډب په اړه هغه وویل چې نن سهار پولیس د دوی بلاک ته ننوتل او غوښتل یې د بندیانو له خولو څخه سیخونه وباسي چې د دواړو لورو تر منځ اخ و ډب رامنځته شو او له دواړو لورو څخه کسان په کې ټپیان شوي دي.
یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اخ و ډب پر مهال شاوخوا ۲۵ پولیس د بندیانو له خوا په چړو او نورو توکو ټپيان کړي وو او ۶ تنه پولیس یې یرغمل کړي وو.
د کندهار عمومي زندان چې د ښار په ختیځ کې د سرپوزې په سیمه کې دی شاوخوا ۲ زره تنه بندیان په کې ساتل کېږي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن