Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

رحیمي: د سیمې له هېوادونو سره په ګډه د اوربند لپاره هڅه کوو

کابل (پژواک، ۸ غويی ۹۹): د سولې په چارو کې د دولت وزير وايي، د افغانستان حکومت د سيمې له هېوادونو سره د ګډ میکانیزم له لارې د اوربند رامنځته کولو هڅه کوي.

له دغه وزارته د غویي په اتمه  پژواک خبري اژانس ته په راغلې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي نن د سولې لپاره د همغږۍ د لوړپوړو چارواکو کمېټې په دویمه ناسته کې وویل، د افغانستان حکومت د اوربند لپاره هڅه کوي او په دې برخه کې له نړيوالو سره پر یوه ګډ ميکانیزم هم کار کوي.

رحیمي وايي، د سولې له بهیر سره هم مهاله له کرونا سره د مبارزې لپاره اوربند ته اړتيا ده.

د سرچینې په وینا، د سولې لپاره د همغږۍ د لوړپوړو چارواکو کمېټې نننۍ غونډې ته د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د حکومت د پلاوي مشر معصوم ستانکزي وويل، موږ پر يو داسې ميکانيزم کار روان کړی چې له مخې به يې خلکو ته مرستې ورسېږي، بین الافغاني مذاکراتو ته به لاره پرانیستل شي او اوربند به هم وشي.

د ستانکزي په وینا، په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره پر لنډمهالو، منځ‌مهالو او اوږدمهالو پروګرامونو کار کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.