Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتيا اوسېدونکي: وسله وال طالبان دې روانه جګړه پای ته ورسوي

ګردېز (پژواک، ۹ غويی ۹۹): د پکتيا ولايت ځينې مدني او سياسي فعالان او ديني عالمان د وسله والو طالبانو له خوا روان جنګ کورنۍ جګړه بولي او له يادې ډلې غواړي چې د روژې په درناوي له جګړې لاس واخلي.

دوی نن په يوه خبري کنفرانس کې وويل، وسله وال طالبانو د جګړې لپاره هېڅ پلمه او توجيه نه لري او که د کرونا د مخنيوي لپاره سياسي کړکېچ حل او اوربند ونه شي، نه کنټرولېدونکی بشري ناورين به رامنځته شي.

د يادې موضوع په اړه د جوړې شوې غونډې يو تن تنظيموونکي سيدجمال الدين اصف خېل وويل چې وسله والو طالبانو له امريکا سره د سولې تر تړون وروسته پر افغان ځواکونو بريدونه لا ډېر کړي دي.

اصف خېل وويل: ((وسله والو طالبانو دومره په شدت جګړې شروع کړي چې د سولې تر تړون مخکې هم نه وې. په هېواد کې له يوې خوا کړکېچ، له بلې خوا کرونا او د طالبانو له خوا دا کورنۍ جګړه ده، که دا مسايل د خبرو له لارې حل نه شي، نو افغانان به تر دې له سخت حالت سره مخ شي.))

دغه راز مولوي معصوم جان، روان حالت د اسلام له نظره ناروا او د بې ګناه مسلمانانو قتل عام بولي او ټينګار کوي چې روانې کرغېړنې استخباراتي جګړې ته دې ديني رنګ نه ورکول کيږي.

هغه وايي: ((په نوره نړۍ، عراق، سوريه، يمن، ليبيا او نورو ځايونو کې هم داسې خلک شته چې ځانونو ته مجاهدين وايي او د اسلام په نوم جنګيږي، خو د رمضان په احترام يې اوربند کړی دی.))

په دغه غونډه کې د احمدخېلو ولسوالي يوې اوسېدونکې مېرمن نسرين وويل چې خلک له جګړې خورا ستړي او زيانمن شوي او په هېڅ نوم جګړه نه غواړي.

نوموړې له وسله والو د جګړې د درولو غوښتنه وکړه او وويل: ((ډېرې ښځې کونډې شوې، ځوانان مو له منځه ولاړل، بايد فکر وکړئ، احتياط وکړئ، نور په کرار شئ، افغانستان مو در په در کړ.))

قومي مشر حفيظ الله مبارز د سولې لپاره اوربند او د بين الافغاني خبرو پيل اساسي چاره بولي او ټينګار کوي چې د طالبانو مشرتابه بايد د خلکو جدي غوښتنې په نظر کې نيولو سره د سولې په برخه کې انعطاف ومني.

مبارز روان حالت خورا اندېښمنوونکی بولي او وايي چې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سيمو کې سلګونه کسان په کرونا اخته دي، چې لويه اندېښنه يې پيدا کړې ده.

نوموړی وايي: ((د نورو مشکلاتو تر څنګ د ځينو اشخاصو له خوا په چوکۍ سياسي کړکېچ افغانانو ته بل لوی سرخوږی جوړ شوی. که موږ دا مسايل په خپله حل نه کړو او حالت په سم تدبير کنټرول نه شي، نور نړۍ هم نه آماده کيږي، چې د پخوا په څېر مرستې وکړي.))

دوی په يو اووه ماده ييز پرېکړه ليک له طالبانو وغوښتل چې له خپلې ژمنې سره سم چې ويلي يې و، د کرونا ناروغي له زياتېدو سره به جګړه ودروي، عملي کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.