Language

رحماني: د سیاسي اختلافاتو له امله د هېواد امنیت خراب شوی

کابل (پژواک, ۱۰ غویی ۹۹) : د ولسي جرګې رییس یو ځل بیا د سیاسي اختلافاتو پر هواري د ټینګار ترڅنګ وایي، چې ددغو اختلافاتو له امله امنیت خراب او د مخالفینو بریدونه زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ سیاسي شخړه نه ده هواره شوې ، خو ویل کیږي چې ډېر پرمختګ شوی دی.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د نیمروز د خلکو استازې فریدې حمیدې وویل چې عبدالله او ولسمشر غني د خپلو شخصي ګټو په غم کې دي، خو هېوادوال هره ورځ قربانۍ ورکوي.

هغې زیاته کړه : (( له کرونا څخه اوس مهال سیاسي کرونا ډېره خطرناکه ده او خلکو ته یې اندېنښې پیدا کړې دي .))

د بغلان ولایت استازې نوریه حمیدي هم وویل چې خلک له سیاسي کرونا څخه ډېر اندېښمن دي او که چېرې روان سیاسي بحران حل نه شي خلکو ته به نورې ستونزې پیدا شي.

د هغې په وینا، له سیاسي بحران څخه امریکا او طالبان ګټه اخلي.

د بدخشان د خلکو استازي زلمي مجددي بیا د ټولشموله حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل, که چېرې سیاسیون متحد نه شي او دسولې پروسه کې ټول ګډون ونه لري، نو امریکا به طالبانو ته نور هم امتیازات ورکړي .

هغه زیاته کړه چې د سیاسي اختلافاتو له امله امنیت خراب شوی او د وسله والو مخالفینو بریدونه هم زیات شوي دي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د وسله والو مخالفینو بریدونه زیات او امنیت خرابیږي .

نوموړي د امنیت د خرابوالي لامل په هېواد کې سیاسي اختلافات او ستونزې په ګوته کړې.

هغه د سیاسي اختلافاتو پر هواري د ټینګار ترڅنګ وویل چې د هېواد سیاسي وضعیت باید بدلون ومومي او سیاسي مشران په یوه دریځ سره راټول شي.

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.