ایبک(پژواک,۱۰غویی۹۹): د سمنګان په دره صوف بالا کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله والو طالبانو په برید کې نهه پاڅون کوونکي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د سمنګان د ولایتي شورا رییس حاجي رازمحمد پژواک ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دره صوف بالا د چهارمغزک او روم سیمو پر امنیتي پوستو برید وکړ.
د هغه په خبره, په دغه برید کې چې نږدې درې ساعته یې دوام وکړ د پاڅون کوونکو یوه پوسته سقوط او نهه پاڅون کوونکي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. د دره صوف ولسوال سلطان علي سلطان د یاد برید په تایید سره وویل چې د هوایي برید په ترڅ کې طالبانو ته هم درانه تلفات اوښتي دي.
وسله والو طالبانو شاوخوا دوه اوونۍ مخکې هم پر امنیتي پوستو بریدونه کړي و چې امنیتي سرتېرو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP