کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۹۹): د پيسو نړیوال وجهي صندوق (ای ایم ایف) د کرونا پر ضد د مبارزې لپاره له افغانستان سره د ۲۲۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی.
د یادې نړیوالې ادارې له خوا دغویي په ۱۱مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرسته د اجراییوي بورډ په ناسته کې منظوره شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې دغه مرسته یې دافغانستان له حکومت سره کړې ده، څو د کرونا پر ضد پر وخت او سمه مبارزه وکړای شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د کرونا وبا د افغانستان اقتصاد ته سخته او ستره ضربه رسولې او دا پيسې به په بېړنۍ توګه افغانستان ته ولېږدول شي.
د پیسو نړیوال صندوق ویلي چې د کرونا ویروس له امله د افغانستان حکومت د معاشونو ورکولو کې له ستونزو سره مخامخ شوی او دغه مرسته به یاده ستونزه یوه څه هواره کړي.
د یادونې ده چې تر دې مخکې نړیوال بانک او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو هم له افغانستان سره د کرونا ضد مبارزې لپاره مرستې اعلان کړې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ویلي چې ډېری اعلان شوې مرستې د نړیوالو موسسو له خوا لګول کیږي او ډېری یې لا د افغانستان د حکومت په واک کې هم نه دي ورکړل شوې.
login or register a new account.