خوست ښار (پژواک، ۱۰ غوايی ۹۹): له بهرنيو هېوادونو خوست ته ورغلو قرنطين شويو مسافرو له پوليسو سره اخ و ډب کړی او يو شمېر يې تښتېدلي دي.
دغه مسافر چې شمېر يې لسګونه کسانو ته رسيږي، له خليج هېوادونو په ځانګړي ډول له دوبۍ څخه خوست ته راغلي، چې دا مهال د خوست ښار اړوند د قبايلو په لېسه کې قرنطين دي.
قرنطين شوي مسافر وايي, وروسته له هغه يې پوليسو سره اخ و ډب پيل کړ، چې له تېرو دوو شپو راهيسې ورته د خوراک او څښاک لپاره هيڅ هم نه دي ورکړل شوي او په وږي نس یې روژه نيولې.
د عمر خان په نوم يو تن مسافر پژواک خبري اژانس ته وويل, دا دوه شپې کيږي، چې نه د روژه ماتي او نه هم د پشلمي لپاره د خوراک څه ور وړل شوي، ټولو مسافرو په وږي نس روژې نيولې دي.
د هغه په وينا، له پوليسو سره د اخ و ډب په پايله کې يو شمېر مسافر له دې ځايه وتلي او اوس د ګوتو په شمېر کسان پاتې دي.
عمر خان وويل, ددغو مسافرو له ډلې يوه کې هم د کرونا کومه نښه نشته او غوښتنه يې دا ده چې دوی دې خپلو کورونو ته پرېښودل شي.
د علي مرخان په نوم بل قرنطين شوي مسافر پژواک اژانس ته وويل, دا څلورمه شپه ده چې د خوراک لپاره هيڅ هم نه دي ورکړل شوي او په وينا يې چې ټولو مسافر په اوبو روژې نیولې دي.
د خوست امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې هم د نوم نه اخیستو په شرط له پژواک اژانس سره د خبرو پرمهال د قرنطين شويو مسافرو دا ستونزه پرځای بولي او ويې ويل، چې پوليسو سره د اخ و ډب په پايله کې يو شمېر مسافر تښتېدلي دي.
د خوست د عامې روغتيا ریيس ډاکټر حبيب شاه انصاري بيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغو مسافرو ته د ژوند ټولې اسانتياوې برابرې شوې دي او هيڅ ډول ستونزه نه لري.
هغه دا هم وويل چې مسافر په زور نه دي وتلي، بلکې د هغوی له کورنيو سره د تعهد له مخې يو شمېر مسافر چې ځانونه به په خپلو کورونو کې قرنطين کوي، رخصت کړل او هره درېيمه ورځ به ترې موظف ډاکټر ليدنه کوي.
خوست کې تر دې دمه د کرونا ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او نن بيا عامې روغتيا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ويروس د ۲۳۲ مثبتو پېښو د ثبت خبر ورکړ. له دې سره هېواد کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۱۷۱ ته ورسېد.
یوسف منګل
login or register a new account.