جلال اباد (پژواک, ۱۱ غويی ۹۹): د ننګرهار ولايت يو شمېر ديني عالمانو د وسله والو طالبانو د هغې پرېکړې غندنه وکړه چې په کې د افغان حکومت د اوربند غوښتنه رد شوې ده.
دوی په ورته وخت کې د حکومت د دغې پرېکړې ستاینه هم وکړه او يو ځل بيا يې له طالبانو وغوښتل چې اوربند اعلان او ژر تر ژره د سولې مذاکراتو ته لاره هواره کړي.
افغان حکومت څو ورځې وړاندې په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې او روژې مياشتې په رارسېدو له طالبانو سره د اوربند اعلان وکړ, خو وسله والو طالبانو يې دا غوښتنه رد کړه.
د ننګرهار یو شمېر ديني عالمانو د دغه ولايت د علماوو د شورا په مشرۍ د يو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې له حکومت څخه مننه وکړه، چې د روژې مبارکې مياشتې او د کرونا وبا پر مهال يې وسله والو مخالفينو ته د اوربند وړانديز وکړ؛ خو د وسله والو طالبانو له لوري يې د دې وړانديز ردېدل او د جګړې د دوام پرېکړه وغندله.
د ننګرهار د علماوو شورا مشر مولوي حبيب الله جلال ابادي د حکومت د دې اقدام ستاينه وکړه، چې له وسله والو طالبانو څخه يې د اوربند غوښتنه کړې؛ خو د وسله والو طالبانو له لوري يې د ياد وړانديز رد کول وغندل.
نوموړي زیاته کړه، چې د کرونا ويروس له امله ټول افغانان په بد حالت کې ژوند کوي او بايد دواړه لوري د روژې مبارکې مياشتې او د دې مهلکې ناروغۍ له امله اوربند وکړي.
هغه زياته کړه، چې جګړه پر افغانانو تحميل شوې او ګټه يې بهرنيانو ته ده، بايد له فقر او دغه سخت حالت څخه د وتلو لپاره يو پر بل رحم وکړو.
ديني عالم مفتي عبدالغفار وويل، په هېواد کې د جګړو، بې کارۍ، او روانې وبا له امله کونډې، يتيمان او سلګونه زره نور افغانان په فقر کې ژوند کوي بايد له دې حالت څخه د وتلو لپاره حکومت او وسله وال طالبان اوربند او سوله وکړي.
دغه راز بل ديني عالم قاري محمد مطهر په هېواد کې روانه جګړه حرامه وبلله او له وسله والو طالبانو يې غوښتنه وکړه، چې د حکومت له لوري د اوربند وړانديز ومني، ترڅو بېوزله افغانان له نورو بدبختيو وژغورل شي.
خو طالبانو ویلي چې له امریکا سره په لاسلیک شوي تړون کې پر اوربند خبرې هم شوې او هرکله چې تړون عملي شي، اوربند هم کیږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP