ګردېز (پژواک، ١١ غويی ٩٩): د پکتيا ولايتي شورا ځينې غړي او اوسېدونکي له حکومت څخه د دغه ولايت امنيتي حالت ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي او ادعا لري چې په دغه ولايت کې ډېری امنيتي پېښې د کشفي او استخباراتي ارګانونو د کمزورتيا له امله رامنځته کيږي.
دوی دغه څرګندونې د غويي په ١١ مه د پکتيا په مرکز ګردېز کې د يوې خبرې غونډې پرمهال وکړې.
په دغه خبري غونډه کې د پکتيا ولايتي شورا غړي محمد رحمن قادري وويل چې له امريکا سره د وسله والو طالبانو د سولې تر تړون وروسته په ګردېز او شاوخوا سيمو کې امنيتي پېښې او جګړې زياتې شوي او د ناامنۍ لمن تر ګردېز ښار پورې رارسېدلې ده.
قادري وویل: ((له څو مياشتو راهيسې د پکتيا ولايت مهمترين رياست، چې امنيت ملي دی، رييس نه لري. په دغو څو مياشتو کې تر اوسه يو رييس نه دی مقرر شوی، چې دوی کشفونه او نور مربوطه کارونه کړي وای، تر څو د داسې پېښو مخه نيول شوې وای، چې په تېرو څو ورځو کې وشوې.))
قومي مخور سيد شيرين د ټولو امنيتي او کشفي ارګانونو پر همغږۍ کار ټينګار کوي او وايي، چې دغه ولايت ته دې په ټولو برخو کې اړين تشکيل او اسانتياوې ورکړل شي.
شيرين زياتوي: ((موږ مسلمانان په دې عقيده يو چې کرونا د خدای له خوا ده او عذاب دی، نو د پوليسو ډېر وخت په قرنطين کې تېريږي، چې دا دوکان خلاص دی، دا بند دی. بايد امنيتي مسايلو ته زياته توجه وشي.))
د ګردېز ښار د هټۍ والو اتحاديې مشر ضابط خان د ګردېز ښار په بې نظمه تړل کېدو کلکه نيوکه کوي او وايي چې د خلکو، سوداګرو او دوکاندارانو جدي ستونزو ته په پام دې د اقتصادي فعاليت لپاره منظم پلان عملي شي.
خان وويل: ((اول وايي چې مال راوغواړئ، چې مال راوغواړو، بيا مو دوکانونه نه پرېږدې، موټر او ګاډۍ نه پرېږدي. کرونا هم ده، خو خلک له لوږې هم مري. دلته يې موږ باندې آن مرکزي چوک بند کړی او ټولې لارې يې بندې کړې دي.))
خو د پکتيا ولايتي اداره د ناامنيو او کرونا ناروغۍ د کنټرول په تړاو د ناغېړۍ ادعا بې بنسټه بولي.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت پژواک ته وويل چې د هوا په ګرمېدو سره وسله وال طالبان له ډېورنډ فرضي کرښې په را اوښتو جګړې زياتوي، خو امنيتي ځواکونو د دوی د ډېرو بريدونو او پلانونو مخه نيولې ده.
حسرت نيوکه کوي چې ځينې کسان د پکتيا د حالت په اړه غرضي څرګندونې کوي او له اړوند بنسټونو سره د همکارۍ پر ځای په ادارو کې د لاسوهنې هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړه: ((د تېرو کلونو وضعيت بايد په پرتله ييز ډول راواخيستل شي او منصفانه قضاوت وشي. موږ که تېر کلونه او د زون او افغانستان په کچه د جګړې شدت ته وګورو چې دښمن د زياتو بريدونو هوډ لري، حالت ښه دی.))
login or register a new account.