غزني ښار (پژواک، ۱۱ غويی ۹۹): د غزني حکومتي مسوولین وايي چې په اندړو ولسوالۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د غويي په ۱۱ مه د غزني د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر رسنیو ته لېږلې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې پرون مازیګر د اندړو ولسوالۍ په نظرخان کلي کې د ملکي وګړو پر موټر د ځاى پرځاى شوي ماین چاودنه شوې ده.
سرچینه وايي چې په دغه چاودنه کې يو ماشوم، دوه ښځې او دوه نارينه وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پرځاى شوى و.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالرحمن په دې اړه پژواک ته وويل چې دغه کسان د لوګر ولايت اوسېدونکي وو چې اندړو ولسوالۍ ته د يوې فاتحې لپاره ورغلي وو.
هغه وايي: ((دغو کسانو چې کله غوښتل بېرته خپل کورته ولاړ شي په لار کې ماين پرې چاودېدلى او پنځه تنه په کې وژل شوي دي.))
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې نظر خان کلا د اندړ ولسوالۍ د نا امنو سيمو له ډلې څخه ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې کنټرول د وسله والو طالبانو په لاس کې دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP