Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پل علم (پژواک، ۱۱ غويی ۹۹): د لوګر حکومتي چارواکي وايي چې په خروار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٣ طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خروار ولسوالۍ په کمربندي پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.

هغه وايي چې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

لونګ زياتوي چې په دغه جګړه کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې, خو د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه راز د خروار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي خان اغا پژواک ته وويل چې تېره شپه ١٢ بجې جګړه پيل شوه او شاوخوا درې ساعته يې دوام وکړ.

هغه وايي چې په دغه جګړه کې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې, خو د کره شمېرې په اړه معلومات نه لري.

بل لورته وسله والو طالبانو د يادې جګړې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوړي.

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.